د غزې جګړې پر مهال یوه زېږېدلې ماشومه دوه کاله وروسته د مور غېږې ته رسېدلې

دوه کاله وړاندې د غزې په الشفا روغتون کې د اسرائیلو د برید پر مهال د نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰ کم عمره ماشومان بستري وو، چې ډېر یې د پالنې په ځانګړو ماشینونو کې ساتل کېدل.

دا روغتون وار له مخه اسرائیلي ځواکونو نیولی و او ادعا یې کوله چې حماس یې کاروي.

غزه واله سوندس الکرد د دوشنبې پر ورځ د خپلې هغې لور په تمه وه چې له روغتونه ترې وړل شوې وه، نوموړې بي بي سي ته وویل د وېرې او خوښۍ کمساری احساس لرم. اندېښمنه هم یم ځکه چې ښايي تر دوه کلونو له سترګو پناه لور مې د مور په توګه ونه مني او ما هیڅ ونه پېژني."

اغلې سوندس دا مهال د غزې په یوه بله سیمه خان یونس کې ( د ناصر په نوم روغتون کې د لور لېدو ته په تمه وه